Banner

د ګوهر وزير په زړه پورې غزل

26.03.2011 06:30

    پهـرېدار اوسئ دکلـيـو دښـارونو

              چا بارود  دلته راوړي پۀ بارونو

 

             تېرکړل ټول دتوروشپوبلاله ستوني

             چابه زېري چې راوړل دسحارونو

 

             قلمونه پۀ رښتياليکلو ګونګ دي

             ترجيحات نور دي دښار داخبارونو

 

             دخوشال دمعيار ګزکه پسې راوړو

             ډېر سرونه  نۀ  دي وړ د  دستارونو

 

             نورخوهرسړي تېرۀ خنجرپۀ لاس دے

             اؤ يو زۀ  کوم ګنډل د پرهارونو

 

            مونږ د ځان نۀ ؤ  ګوهره خوپۀ ځان ؤ

            څۀ خاموش تېرشو موسم د بهارونو


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.